د کورونا د وایروس د خپرېدو سره سم د ماسک استعمال یا کارول هم دومره ډېر شول، چې په بازارونو او مارکیټونو کې یې موندل د آب حیات د چینې په څېر ول یاهم نرخونه یې دومره لوړ شول چې اخیستل یې د غریبو کسانو لپاره له آسمان سره د سر جنګولو په څېر ول.
په دې دوران کې ګڼو خلکو خواري وکړه او په کورونو کې د ځان لپاره له ټوتو څخه ماسکونه جوړ کړل، ډېرو هیوادونو بیا ورته ځانګړې کارخانې جوړې کړې ترڅو د خلکو اړتیاوې پوره کړي، چې بیا کارخانو هم د خلکو اړتیا او ذوقونو ته په کتلو سره ډول ډول ماسکونه جوړ او مارکیټ ته وړاندې کړل.
په دې لړ کې د فریتکنسټاین په نوم یو میرمنې د خپل خاوند لپاره یو داسې ماسک جوړ کړی، چې خلک یې په لېدلو سره د وېرې احساس کوي، ځکه چې دغه ماسک په یو داسې ډول سره ډیزاین شوی، چې نه یوازې د کورونا له وایروس څخه خوندیتوب رامنځته کوي، بلکې د یو چا د وېرولو لپاره یې هم استعمالولی شئ او د ایلین ماسک نوم یې ورکړی.
یاده دې وي چې له ماسک کارولو څخه موخه داده ترڅو د کورونا د وبا له خپرېدو څخه یو څه مخنیوی وشي او له ذکر شوې ناروغۍ مو یو څه خوندي وساتي.