د بالیووډ ښکلې او په تېر کې د شهرت ترلاسه کوونکې اداکارې یا هنرمندې هیما مالني ویلي دي، کله یې چې په فلمونو کې کار کاوه او د فلمونو د ثبت لپاره به چې تله نو پلار به یې ورسره و، چې بیا په همدې سبب له درمندر سره تر ډېره نه شوه پاتې کیدی.
دا خبرې هیما مالني د انډین ایډیل ۱۲ شو د مراسمو پرمهال وکړې، نوموړې وایي چې کله چې به د کوم سندرې ثبت کېدو نو په ځانګړي ډول به یې پلار ورسره و او په همدې سبب به له درمندر سره یواځې نه شوه پاتې کیدی.
هیما مالني زیاتوي، ډېره وخت به د فلم د ثبت لپاره ورسره مور یا ترور تلله، خو د یوې سندرې د ثبت پرمهال یې ورسره پلار تللی و او پلار بیا داسې نه خوښول چې درمندر او زه دې سره یواځې پاتې شو، ځکه چې هغه په دې پوهېدو چې د دوی ترمنځ ملګرتیا ده.
هیما وایي، چې ښه ورته یاد دي چې په موټر کې به یې سفر کاوه نو پلار به یې ورسره ترڅنګ ناست و او درمندر به بیا په سیټ کې کېناسته.