کورپاڼه / خپلواک / کنګنا په خپل ژوند فلم جوړوي
کنګنا رناوت

کنګنا په خپل ژوند فلم جوړوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ اکتوبر ۲۰۱۹): نن سبا په هندي سينما کې د خلکو په ژوند يا بايوپک فلمونو جوړولو کلتور روان شوی دی، چې هر څوک هڅه کوي د يوه تاريخي شخصيت په اړه فلم جوړ کړي، همدا راز نامتو هنرمنده کنګنا رناوت هم په دې هڅه کې ده چې يو بايوپک فلم جوړ کړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، کنګنا رناوت بيا په بل چا نه، بلکې په خپل ژوند فلم جوړوي. هغه وايي چې د خپل ژوند کيسه به هغه په خپله نه کوي، بلکې د هغې خور رنګولي به د نوموړې د ژوند کيسه په ډېر ښه ډول وړاندې کړای شي.

نازيه اقبال: څوک حق نه لري چې زما په ژوند کې خبرې وکړي

آرين خان: راځئ چې غني په ژوندانه وستايو

هارون باچا هم د اشرف غني ملاتړ وکړ

د کنګنا رناوت په ژوند جوړېدونکی فلم په لاره دی، خو د ډېرو نورو کارونو له امله وخت نا وخت دا فلم پاتې کېږي. کنګنا رناوت وايي، چې که هغه چېرته خپله کيسه په خپله وکړي، نو ښايي ورسره انصاف ونه کړای شي.

کنګنا همدا راز زياتوي، هغې چې په خپل ژوند کې څه ليدلي او کوم څه پرې تېر شوي دي او همدا راز د هغې د مبارزې او ستونزو په تړاو به دويم کس ښه کيسه بيانه کړای شي.

نوموړې همدا راز وايي، چې د هغې د خور رنګولي ژوند هم يوه کيسه ده، ځکه چې هغه په خپله د تېزاب د حملې ښکار شوې وه. هغه وايي چې موږ دواړو خويندې له يو بل طاقت ترلاسه کوو او د يو بل په درد او ستونزو ښه پوهېدلی شو.

هندي رسنۍ وايي، چې د کنګنا رناوت په ژوند جوړېدونکي فلم کې به نور د چا چا په اړه خبرې کېږي او څه به پکې ويل کېږي، دا خو لا معلومه نه ده خو رسنۍ ي له اوسه د دغه فلم په تړاو اوازې خپرې کړې دي.

د يادولو ده چې کنګنا رناوت د هندي سينما هغه هنرمنده ده، چې په یوازې ځان يې ستر نوم پېدا کړ او په داسې فلمونو کې يې کار وکړ، چې په هغې کې هېڅ مهم هلک ستوری نه و او نوموړې ثابته کړه چې ښځينه هنرمندې هم کولای شي چې په يوازې ځان بريالي فلمونه جوړ کړي.

د معدې ناروغي، نښې، لاملونه او درملنه:

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …