کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پېښور زلمي لوبډله جريمه شوه
پېښور زلمي

د پېښور زلمي لوبډله جريمه شوه

د پاکستان سوپر ليګ کې د پېښور زلمي لوبډله د کراچۍ کنګز پر وړاندې په لوبه کې د اورونو په ترسره کولو کې د زيات وخت اخيستو له امله جريمه شوه.

د راپورونو په وېنا، د پاکستان سوپر ليګ ١٣مه لوبه چې په کراچۍ کې د کراچۍ کنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د ورو اورونو ترسره کولو له امله د پېښور زلمي لوبغاړي جريمه شو، چې ټولو څخه به د لوبې د فيس ١٠ سلنه وګرځوي.

د پاکستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې پېښور زلمي په ټاکلي وخت کې ١ اور کم وکړ، چې له دې سره يې د پي سي بي د اصولو څخه سرغړونه وکړه او له دې امله د دوى لوبډله جريمه شوه.

د يادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې پېښور زلمي د ١٨٩ منډو هدف وټاکه، چې د کراچۍ کنګز لوبډلې ياد هدف د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

په دې لوبه کې محمد نبي چټکه توپوهنه ترسره کړه او ٦٧ منډې يې وکړې، چې د کراچۍ کنګز د بريا تر څنګ يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم واخيسته.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …