کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي درې سوه پنځه اویا میلونه ډالره سرمایه لري.

ویل کېږي چې دا کیسه په ۱۹۹۲ کال هغه وخت پیل شوه کله چې د امریکا اوسېدونکی او شهرت ترلاسه کوونکی شهزادګۍ کارلوتا لایبنشټاین مړه شوه، کارلوتا وصیت کړی و، چې د سلو میلونو ټول شتمني یې سپي ته چې ګنتر دویم نومېږي، په میراث کې ورکړئ.

د امریکا د قانون له مخې له انسانانو پرته کوم بل حیوان شتمني یا سرمایه نه شي ساتلی، خو داسې بیا کیدلی شي چې د یو چا د وصیت یا میراث له مخې حیوان هم د سرمایې یا شتمنۍ څښتن شي، چې شهزادګۍ کارلوتا هم دغه لار غوره کړې.

ویل کېږي چې د وصیت د پرځای کولو او په شتمنۍ د ډېروالی راوستلو لپاره یې د اقتصاد پوهانو یوه ډوله ټاکلې چې په ډېرې ایماندارۍ سره کار کوي، چې له تېرو دیرش کلونو یې شتمني څلور برابره ډېره شوې او د (ګنتر کورنۍ) د نړۍ له شتمنو سپیو څخه شمېرل شوي.

بله خوا د سپي د ساتلو لپاره ډېر کسان هم په دندو ګمارل شوي، ځکه چې ګنتر دویم یې اوس اصلي مالک یا څښتن دی، خو اوسمهال ددې سپیو دریم نسل په یاده سیمه کې اوسېږي.

د ګنتر دویم له مردارېدو وروسته یې بچی ګنتر دریم د ټولې شتمنۍ حقدار وګڼل شو او دده له مړینې وروسته ګنتر څلورم بیا د سرمایه څښتن ګڼل شوی دی او دغه سپی په یو داسې ډول سره ژوند کړي، چې د انسانانو هم ورسره رخه پیدا کېږي.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …