کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي: د غوره لوبغاړي جايزې پېسې د خپل هېواد بې وزلو ته ځانګړې کوم
محمد نبي

محمد نبي: د غوره لوبغاړي جايزې پېسې د خپل هېواد بې وزلو ته ځانګړې کوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې غوره الراونډر محمد نبي وايي، په هره لوبه کې چې د لوبې د غوره لوبغاړي د جايزې پېسې واخلم، هغه به د خپل هېواد بې وزلو ته ځانګړې کړم.

محمد نبي چې نن د پاکستان سوپر ليګ کې ډېر ښه وځلېده او چټکه پنځوسيزه يې ووهله، وې کولاى شول چې د کراچۍ کنګز لوبډله بريا ته ورسوي او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.

محمد نبي له تېرو څو کلونو راهيسې د محمد نبي خېريه بنسټ په نوم يو خېريه بنسټ هم چلوي، چې د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د بې وزله هېوادوالو سره مرستې کوي.

محمد نبي وايي، چې په هره لوبه کې زه د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شم، نو انعامي پېسې به يې د خپل هېواد بې وزلو خلکو ته ځانګړې کړم او د نبي خېريه بنسټ له لارې به يې د خېر ښېګڼې په کارونو ولګوم.

د يادولو وړ ده چې د نبي خېريه بنسټ له ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده، په ځانګړې توګه د تېرې روژې پر مهال او بيا د کورونا پر مهال يې ډېرى بې وزله هېوادوالو ته خوراکي توکي رسولي و.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …