قېس احمد نن ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې ته يې په پاکستان سوپر ليګ کې لومړۍ بريا ورپه برخه کړه او د ښې توپ اچونې له امله يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم واخيسته.
د پاکستان سوپر ليګ ١٤مه لوبه د کوټې ګليډيټرز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ملتان سلطانز پچه وګټله او کوټې ګليډيټرز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کوټې ګليډيټرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې عثمان خان ٨١، سايم ايوب ٢٣ او محمد نواز ٢٠ منډې وکړې.
د ملتان سلطانز له لوري شاهنواز دهاني ٣ او عمران طاهر ٢ لوبغاړي وسوځول.
د ١٧٧ منډو هدف په تعقيب کې د ملتان سلطانز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ١٩.٤ اورونو کې ١٥٤ منډې وکړې او د ٢٢ منډو په توپير کوټې ګليډيټرز بريا خپله کړه.
د دوى له خوا محمد رضوان ٦٦ او جيمس وينس ٢٤ منډې ترلاسه کړې.
د کوټې ګليډيټرز له لوري قېس احمد ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ٢١ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز محمد حسنين او زاهد محمود هم ٢-٢ ويکټې واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه قېس احمد ته ورکړل شوه.
دا لومړى ځل دى چې يوې لوبډلې په ښه ډول د خپل ټاکلي هدف څخه دفاع وکړه، همدا راز د کوټې ګليډيټرز پنځمه لوبه وه چې لومړۍ بريا يې خپله کړه. د پاکستان سوپر ليګ کې دا د قېس احمد دويمه لوبه ده، چې د کوټې ګليډيټرز لپاره يې ترسره کړه.
د يادولو وړ ده چې نن محمد نبي هم ډېر ښه ځلېدلى و، چې چټکه پنځوسيزه يې وهلې وه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړې وه.