کورپاڼه / اسلام / هغه شخص چې شیطان ورته څراغ په لاس ولاړ و او دی د سهار لمانځه ته تلو

هغه شخص چې شیطان ورته څراغ په لاس ولاړ و او دی د سهار لمانځه ته تلو

الله تعالی پر مسلمانانو پنځه وخت لمونځ فرض کړی، چې هر لمونځ یې اړین او د اهمیت درلودونکی، خو په دې پنځو لمونځونو کې دوه داسې لمونځونه دي چې د نورو په پرتله ډېر اهمیت لري، چې یو د ماسخوتن او بل هم د سهار لمونځ دی، دا دواړه لمونځونه ځکه د ډېر اهمیت درلودونکې دي چې پر دا وخت پر انسان خوب غالب وي او نفس یې نه پرېږدي چې لمونځ وکړي.

په یو روایت کې راځي چې، یو شخص سهار وختي پورته شو، پاکې جامې یې واغوستې او د جومات پر لور روان ترڅو لمونځ په جماعت سره ترسره کړي، په لار کې یې پښه ښویه شوه، راولوید او ټولې جامې یې ګنده شوې، بېرته کور ته لاړ جامې یې بدلې او د جومات په لور روان شو، چې بیا په هماغه ځای کې ولوید، بیا کور ته لاړ جامې یې بدلې کړې او جومات ته روان شو نو په هماغه ځای کې ورته یو شخص څراغ په لاس ولاړ و او ورته یې وویل چې راځه راپسې، د جومات تر دروازې پورې یې بوتلو، خو جومات داخل نه شو، خاموش له خپل څراغ ولاړ، دوه درې ځلې له انکار وروسته یې ور څخه پوښتنه وکړه، چې ته ولې جومات ته نه راځې او لمونځ نه کوې.

څراغ واله شخص ورته وویل چې زه شیطان یم، لومړی شخص ډېر حیران شو، شیطان خبرو ته دوام ورکړو، چې هغه زه وم چې ته مې په ځمکه وغورځولې، خو کله چې کور ته لاړې او جامې دې بدلې کړې او جومات ته بیا روان شوې نو الله تعالی دې ټول ګناهونه وبخښل او کله چې ما دویم ځل ورته کار وکړ او تا بیا هماغسې جامې بدلې کړې او جومات روان شوې نو الله تعالی درته د ټولې کورنۍ ګناهونه معاف کړل، نو زه ووېرېدم که چېرته دې بیا وغورځوم هسې الله تعالی د ټول کلي ګناهونه معاف کړي نو خپله مې تر جوماته راورسولې.

دا هم ولولئ

هغه لومړني درې کسان چې دوزخ ته به ځي، څوک دي؟

د محشر په ورځ به الله تعالى له حساب وروسته خلکو ته د هغوى اعمالنامه …