کورپاڼه / خبرونه / کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه
کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ اچونکي په يو اور کې شپږ شپږيزې ووهلې، چې تر دې لږ مخکې يې درې لوبغاړي پرلپسې په درې توپونو اوټ کړي و او هېټريک يې ترلاسه کړى و.

کيرون پولارډ په نړيوالو لوبو کې دريم توپوهونکى شو، چې تر هرشل ګبز او يوراج سينګ وروسته يې په ١ اور کې ٦ شپږيزې ووهلې.

د سريلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه نن ترسره شوه، چې ويسټ انډيز د پچې تر ګټلو وروسته سريلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سريلانکا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې، چې پاتوم نسانکا ٣٩ او نيروشان ډيکويلا ٣٣ منډې ترلاسه کړې.

د ويسټ انډيز له لوري اوبيد مک کاى ٢ او نورو توپ اچونکو ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٣٢ منډو هدف د ويسټ انډيز لوبډلې په ١٣.١ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٤ ويکټو په توپير يې ډېر په اسانۍ په لوبه کې بريا خپله کړه.

په لوبه کې کيرون پولارډ تر ټولو چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په ١١ توپونو يې ٣٨ منډې وکړې او په اکيلا دنانجايا يې په ١ اور کې ٦ شپږيزې هم ووهلې، همدا راز جېسن هولډر ٢٩ ناسوځېدلې، ايون ليويس ٢٨ او لينډل سيمونس ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

د سريلانکا له لوري اکيلا دنانجايا ٣ لوبغاړي وسوځول، چې درې واړه يې په پرلپسې ٣ توپونو وسوځول او هېټريک يې ترلاسه کړ، همدا راز ډي سلوا هم ٣ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کيرون پولارډ ته ورکړل شوه.

د ويسټ انډيز او سريلانکا ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه لوبه به د مارچ په ٦مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …