د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او روزونکي هستي ګل عابد هم د افغانستان د تېرې ورځې په سترې ماتې باندې تبصره کړې ده، خو نوموړي دا لوبې د ماتې پړه د کرکټ بورډ په اداره اچولې ده.
هستي ګل عابد د پرونۍ لوبې په اړه ليکي: ((په نشته امکاناتو کې به مو زمبابوې او ايرلېنډ يو طرفه ماتول، اوس په شته امکاناتو کې زمبابوې راباندې د خپل کرکټ تاريخ کې ريکارډ لسو ويکټو ماتې راکړه.))
هغه مخکې ليکي: ((غلطي د لوبغاړو نه ده، غلطي د افغانستان د غېر مسلکه کرکټ ادارې ده چې هېڅ قسم د کرکټ د پرمختګ او رنګيني عملي فکر نه لري.))
هستي ګل عابد له دولت څخه غوښتنه کړې ده چې: ((دولت دې د افغانستان کرکټ د زوال او تباهي نه بچ کړي، همدا کرکټ د هېوادوالو د يو ځاى کولو خوشحالي ورکولو او د هېواد د نوم ځلولو بهترينه لاره ده.))
د يادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په دويمه ورځ پاى ته ورسېده، چې زمبابوې پکې د ١٠ ويکټو په ستر توپير افغانستان ته ماتې ورکړه.