کورپاڼه / روغتيا / شات د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره طبیعي ډالۍ

شات د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره طبیعي ډالۍ

له ډېرو پخوا زمانو څخه شات د غذا او دوا په ډول سره استعمالېږي، چې د انسان د روغتیا لپاره حیرانوونکې ګټې لري، شات د ځانګړو مچیو تیار کړي، سریښت ناکه، خوږې مایع ته ویل کېږي. شاتو مچۍ د ګلونو او مېوو اوبه زبېښي او له ځان سره په ګبین کې ساتي او د شاتو رنګ یې په هغه ګلونو او مېوو پورې اړه لري چې زبېښي یې او د غټو او وړو مچیو په تیارو شوو شاتو کې توپیر شتون لري.

غذایي توکي:

په یوه کاچوغه شاتو کې ۶۴ سلنه کالوري او ۱۷ ګرامه خواږه وي، فرکټوز، ګلوکوز او مالټوز هم ور پکې شتون لري، خو په عملي ډول پروټین او فایبر نه لري او د منرالونو او ویټامینونه اندازه یې مناسبه وي.

ډېر انټي اکساید:

په شاتو کې ډېر ښه انټي اکساید مثلاً ارګینک اسید او فیونولیک مرکبونه شتون لري، چې پیاوړي انټي اکساید ګڼل کېږي، چې د زړه د ناروغیو، سټروک او د سرطاني ناروغیو څخه مخنیوی کوي او پوستکی یې ښکلی کوي.

شات او شکر:

له څېړنو ثابته شوې چې د شکر ناروغانو ته د شاتو استعمال یې د زړه د ناروغیو خطر کموي، د خرابو کلیسټرولو کچه کموي او د ښو کلیسټرول سطحه بیا لوړوي، که هم شات د شکر د اضافه والي سبب کېږي، خو د بورې یو بدیل یې هم ګڼلی شو او باید له ډاکتر سره مشوره وشي.

د وینې فشار لپاره:

کله چې د وینې فشار پورته شي نو د زړه د ناروغیو خطر هم ډېروي، خو د شاتو په استعمال سره دغه خطر کمښت مومي.

ټوخي لپاره:

هغه کسان چې د ساه په اړوند ناروغیو اخته وي، شات ورته له درملو ډېر اغېزمن تمامېږي او د ټوخي ترڅنګ نورې ناروغۍ هم له منځه وړي.

وزن کموي:

هغه کسان چې خپل وزن کمول غواړي نو په نهاره دې شات او لېمو په اوبو کې سره ګډ کړي او استعمال دې کړي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …