د افغانستان يوه الوتکه د روسيې په مسکو هوايي ډګر کې درول شوې ده او ويل کېږي، چې دا الوتکه د حسابونو او اسنادو د نه تصفيه کولو له امله له څو ورځو راهيسې دغلته درول شوې ده.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د دې الوتکې په روسيه کې د ګرځولو يا درولو په اړه ويلي دي، چې روسيې د افغانستان د اريانا افغان هوايي شرکت دا الوتکه له تېرو څو ورځو راهيسې د مسکو په هوايي ډګر کې ايساره کړې ده.
د دغه ادارې مشر مختار وفايي زاده په خپلو خبرو کې وويل، چې ياده الوتکه د فبرورۍ له ٢٢مې نېټې څخه په مسکو کې ايساره شوې ده. هغه يې لامل دا ښکاره کړى دى، چې د اريانا افغان هوايي شرکت د دغه الوتکې د ګمرک حسابونه او اسنادونه نه دي تصفيه شوي، چې له دې امله په مسکو کې درول شوې ده.
د اريانا افغان هوايي شرکت مسوولينو بيا دا خبره رد کړې ده، چې ګوا کې د الوتکې د ايسارولو لامل د ګمرکي حسابونو نه تصفيه کول دي، دوى وايي چې ياده الوتکه په روسيه کې د يوې تخنيکي ستونزې له امله درول شوې ده.
د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د پاکستان د دولتي هوايي شرکت يوه الوتکه د مالېزيا حکومت په پور يا قرض کې نيولې وه، چې وروسته د پور يا قرض تر ادا کولو وروسته خوشې کړل شوه.