د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى قېس احمد چې پرون يې د پاکستان سوپر ليګ په لوبه کې زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې واخيسته، دا يې د خپلو مينه والو د دعاو برکت ياد کړى.
نوموړى د پاکستان سوپر ليګ کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې پرون يې خپله دويمه لوبه ترسره کړه. نوموړي ته په لومړۍ لوبه کې د لوبېدو وروسته په ٣ لوبو کې د لوبېدو چانس نه و ورکړل شوى.
هغه په پرونۍ لوبه کې د ٤ اورونو په ترسره کولو سره ٢١ منډې ورکړې او ٣ مهم لوبغاړي يې وسوځول، چې په روان ليګ کې يې کوټې ته لومړۍ بريا هم ورپه برخه کړه.
قېس احمد په ياده لوبه کې د خپلې لوبډلې د بريا او د لوبې د غوره لوبغاړي د جايزې ترلاسه کولو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې په خپل پوسټ کې وليکل:
((سلامونه درنو هېوادوالو! په دې هيله يم چې ټول وطنوال به ښه ياست. نن يو ځل بيا د خپلو خوږو مينه والو د دعاوو په برکت مې د پاکستان غوره ليګ سياليو کې درې لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړى شوم، دا وياړ دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.))
View this post on Instagram