هسې خو د انسان د بدن هر یو غړی د الله تعالی قیمتي نعمت او ډالۍ وي، خو دماغ بیا هغه ډالۍ ده له نورو ټولو نعمتونو څخه ډېر اهمیت لري، ځکه چې د همدې دماغو په سبب انسان په نورو سیارو حکومت کوي او نوې ټیکنالوژي رامنځته کوي.
ایمنشیا یوه داسې دماغي ناروغي ده، چې انسان یې په سبب خبرې هېروي، یعنې کله چې بازار ته لاړ شي نو ترې هېروي چې باید څه واخلي یاهم ازموینو ته د ښه چمتوالي وروسته نیم ځوابونه هېروي، یو چا سره له مودو وروسته وینې خو نوم یې هېروي، کوټې د کوم کار لپاره ځي خو هلته فکر کوي چې باید څه وکړي.
خو که چېرته تاسې د هېرولو ناروغي لرئ نو ډېر سبب لرلی شي، یعنې له اړتیا کم خوب کوئ، د خپګان ښکار یئ، ورزش نه کوئ یاهم جینټیکي ستونزه لرئ، که هر څه وي خو ترټولو لوی حقیقت دادی چې په دماغي روغتیا کې خوراکي توکي اړین رول لوبوي، نو که تاسې د هېرولو ستونزې لرئ، نو مطلب دادی چې دماغ مو په مناسبه توګه خوړو ته اړتیا لري.
د دماغو لپاره د اړینو غذیي توکو استعمال د وینې دوران تېزوي او وینه مو دماغو ته په تېزۍ سره رسېږي، چې بیا د هېرولو له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي، که د غوښې مینوال یئ نو له سابو سره دښمني مه کوئ ځکه چې دا دماغو لپاره خورا اړین وي.
سربېره پر دې مېوې هم د دماغو لپاره اغېزمنې تمامېږي او ماهي غوښه هم پخپلو خوراکي توکو کې شامله کړئ، خو که چېرته دومره خوراکي توکي نه شئ خوړلی نو له ډاکتر سره مشوره وکړئ ترڅو اړوند درمل درکړي.