هره ورځ پر انټرنیټ یا ټولنیزو رسنیو داسې تصویرونه او عکسونه ترسترګو کېږي، چې لېدونکو یې په لېدلو د حیرانۍ احساس کوي.
په دې ورځو کې هم په ټولنیزو رسنیو یو تصویر خپور شوی، چې له مخې یې لېدل کېږي چې په ډېره اندازه ویښتان په یو موټر کې بار شوي او لېدونکې یې په اړه ډول ډول څرګندونې کوي، خو اوسمهال د ګنیز یاهم د نړیوالو ریکارډونو د ثبت ادارې یې په اړه وضاحت ورکړی.
د ریکارډونو د ثبت ادارې پخپله ټویټر پاڼه ویلي، چې په تصویر کې څرګندونکې ویښتان په اصل کې د انسان ویښتان دي.
This is the largest ball of human hair.
Henry Coffer, a barber from Charleston, Missouri, collected a ball that weighed 75.7 kg over 5 years worth of haircuts.
He had actually been collecting hair for over 50 years, using it for fertilizer and patching potholes. pic.twitter.com/qmX4KX1tWh
— Guinness World Records (@GWR) March 2, 2021
د نړیوالو ریکارډونو د ثبت اداره زیاتوي، چې دا په نړۍ کې تر اوسه پورې دا د انسان ویښتانو ترټولو ډېر اندازه یا ویښتان دی چې ۷۵.۷ کیلو ګرامه وزن لري.
د جي ډبلیو آر د راپور له مخې ویل کېږي، چې دا ویښتان د امریکا د شمالي کیلورینا د چارلس ټین د سیمې یو اوسیدونکې هینري کوفیر د پنځو کلونو په موده کې راټول کړي دي.
راپورونه وایي چې هینري کوفیر له تېرو پنځوس کلونو څخه د انساني ویښتانو د راټولولو کار کوي او د پنځو کلونو په دوران کې یې دغه ویښتان راټول کړي.