د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په ټولنيزو رسنيو کې د ورزش پر مهال اخيستل شوې تازه ويډيوګانې خپرې کړې دي.
راشد خان چې په انسټاګرام کې ډېر مينه وال لري، ١٢ ساعته مخکې يې د ورزش پر مهال جوړې شوې دوه ويډيوګانې له خپلو مينه والو سره شريکې کړې دي.
View this post on Instagram
هغه له دې ويډيوګانو سره ليکلي دي، چې دا مهمه ده چې د خپل ځان لپاره هدفونه وټاکئ او د هغې لپاره بيا سخته خواري وکړئ، تر څو ترلاسه يې کړئ.
د راشد خان دا ويډيوګانې تراوسه پورې ٨١ زره کسانو لايک کړي دي او ډېرو کسانو پرې کمنټونه هم کړي دي او د هغه ستاينه يې کړې ده.
د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کريم صادق، هندي اداکار عامر علي، شبير خان نوري او د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د اکاونټ له خوا هم د راشد خان په دې ويډيوګانو باندې تبصرې شوې دي.