کورپاڼه / جالب / د پخواني جومات شاهکارې نقاشۍ ټول ریکارډونه مات کړل

د پخواني جومات شاهکارې نقاشۍ ټول ریکارډونه مات کړل

د هالیووډ د مشهورې اداکارې انجلینا جولي د ملکیت لاندې هغه تاریخي نقاشي په ۱۱.۵ میلونه ډالره لیلام شوې، چې د انګلیستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې وینسټن چرچل لخوا جوړه شوې، د پخواني جومات شاهکاره نقاشي ګڼل کېږي.

د وینسټن چرچل په لاس جوړه شوې نقاشۍ کې د مراکش د قطبیه د جومات مینار او د شاوخوا سیمې منظر ترسترګو کېږي، ویل کېږي چې دغه نقاشي یې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال یې د امریکا د پخواني ولسمشر روز ویلټ لپاره جوړ کړی و.

راپورونه وایي چې اوسمهال امریکایي اداکارې انجلینا جولي د وینسټن چرچل دغه نقاشي په ۱۱.۵ میلونه ډالر لیلام شوې، چې د اخیستونکې هویت یې لا نه دی څرګند شوی.

د هالیووډ اداکارې ته یې دغه نقاشي پخواني خاوند اداکار بریډپټ په ۲۰۱۱ کال ډالۍ کړې وه، چې قرطبیه جومات او د لمر د غروب ترڅنګ په زړه پوري شعرونه هم پکې نقاشي شوي دي، چې جومات د اتلسمې پیړۍ د شاوخوا دی.

 

دا لومړنۍ نقاشي چې د انګلیستان لومړۍ وزېرې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال جوړه کړې او کاسابلانکا له کانفرانس وروسته یې د امریکا ولسمشر روز ویلټ ته ډالۍ کړه، چې له مړینې وروسته یې زوی وپلورله او له تېرو پنځوس شپېته کلونو څخه د بېلابېلو کسانو له لاس څخه تېر شو او په ۲۰۱۱ کال انجلینا او خاوند یې وپلوره.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د وینسټن چرچل نقاشیانې پلورل شوي چې ترټولو لوړ بیه یې ۱.۸ میلونه ډالرو وه خو اوسمهال بیا دې نقاشۍ ټول ریکارډونه مات کړل.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …