په بدن کې د اوسپنې د کمښت مطلب دا وي چې په وجود کې وینه کمه شوې، یعنې د اوسپنې کمښت د وینې د کمښت سبب کېږي او د وینې د کمښت لوی علت د اوسپنه کموالی په ګوته شوې.
د الرجل په مجله کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، کله چې د اوسپنې د کمښت په سبب د وینې سره کرویات کم شي، نو د وینې د کمښت سره مخامخ کېږي، کله چې په وینه کې اوسپنه کمه شي نو په وینه کې په مناسب اندازه سره کرویات نه جوړېږي او سره کرویات په بدن کې د اکسیجن د رسولو دنده په غاړه لري، چې هیموګلوبین ورته ویل کېږي.
راځئ چې ځینې هغه نښې نښانې ولولو، چې د اوسپنې د کمښت په سبب څرګندېږي:
غیر عادي ستړیا احساسول، د زړه درزا تېزېدل، په ساه اخیستلو کې ستونزې، د سر درد، چکر خوړل، د خولې او ژبې سوخت، د پوستکي او ویښتانو سپوروالی او د نوکانو کمزوري کېدل.
په بدن کې د اوسپنې د کمښت ځینې سببونه:
- په بدن کې د وینې کمښت د اوسپنې د کمښت سبب کېږي، چې بیا په پایله کې زخم یا ناروغي رامنځته کوي.
-
په خوراکي توکو کې د اوسپنې کمښت
-
د خېټې یا معدې خرابېدل.
-
کله چې حمل واقع شي، د اوسپنې د درملو نه استعمال
د اوسپنې د کمښت څخه د ژغورلو څو لارې چارې:
- هغه خوراکي توکي استعمال کړئ چې اوسپنه ولري
-
سره غوښه، لوبیا، ماهیان، زردالو، کشمش، پالک، مټر، غلې دانې او نور توکي پخپلو خوړو کې شامل کړئ.
-
هغه خوراکي استعمال کړئ چې ډېره ویټامین سي لري لکه سابه، انګور، برکولي، هندواڼه، کیوي، نارنج، ځمکي توتان، رومیان او تور مرچ
یاده دې وي چې په ځینو وختونو کې د اوسپنې کپسول د انیمیا درملنه نه شي کولی نو په داسې حالت کې باید نورې لارې غوره شي.