کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو غټ مخې یا د غټو غمبورو لرونکي موډله څوک ده؟

د نړۍ ترټولو غټ مخې یا د غټو غمبورو لرونکي موډله څوک ده؟

د نړۍ د ترټولو غټ مخې یا د غټو غمبورو لرونکې موډلې انستاسیا، چې دوه دیرش کاله عمر لري، تصویرونو یې په ټولنیزو رسنیو کې نړیوال شهرت ترلاسه کړی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دوه دیرش کلنه انستاسیا چې د اوکراین اوسیدونکې ده، د نړۍ غټ مخې یا د غټو غمبورو لرونکو موډله ګڼل کېږي. ویل کېږي چې دوه دیرش کلنې انستاسیا له تېرو شپږو کلونو څخه بې شمېره عملیات ترسره کړي او خپل طبیعي شکل ته یې دومره بدلون ورکړی، چې مخکېني او اوسني تصویرونه یې سره نه پېژندل کېږي.

انستاسیا ددې لپاره چې له نورو ځانګړې ښکاره شي، د خپلو غمبورو او شونډو عملیاتونه یې ترسره کړي او غټ کړي یې دي. ویل کېږي کله چې په دې اړه له انستاسیا څخه پوښتنه وشوه، نوموړې ورته په ځواب کې وویل، چې سم ورته یاد نه دي چې څومره عملیاتونه یې ترسره کړي دي.

بله لوري ته انستاسیا په انستاګرام دوه تصویرونه سره یوځای خپاره کړي، چې لومړنی تصویر یې له عملیاتو دمخه په شپږویشت کلنې او دویم تصویر له عملیاتو وروسته په دوه دیرش کلنۍ اخیستي او په سرلیک کې ورته لیکلي چې تاسې کومه انستاسیا خوښوئ.

د موډلې پر پوسټ ډېری مینوالو ورته د شپږویشت کلنۍ تصویر ښودلی، ځکه چې هغه وخت یوه ښکلې انجلۍ وه او ډېرو کسانو ور باندې نېوکي کړي چې دغه کار یې ولې ترسره کړی دی.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …