کورپاڼه / روغتيا / د ښه خوب او غوره دفاعي سیستم لپاره حیرانوونکې څښاک

د ښه خوب او غوره دفاعي سیستم لپاره حیرانوونکې څښاک

د روغتیایي کارپوهانو له لورې د میکروبونو او نورو ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره د دفاعي سیستم د پیاوړتیا او په بشپړ ډول سره د خوب کولو لارښوونه کوي، خو په دې مصروف او په منډه ژوند کې د خوب ستونزې ډېرې شوي او دفاعي سیستم مو له کمزورۍ سره مخ شوی، چې د پیاوړتیا لپاره په کور کې د موجودو توکو څخه څښاک تیارولی شو.

روغتیایي کارپوهان وایې چې د خوب د کمښت په سبب په وزن او ذهني فشار کې ډېروالی رامنځته کېږي او په آرام سره د خوب په نه کولو مو دماغي فعالیتونه اغېزمن کېږي، خو که چېرته دفاعي سیستم کمزوری شي نو بیا په ډېرو ناروغیو اخته کېږو، چې په همدې موخه روغتیایي کارپوهان د شپې له ویده کېدو دمخه د انټي سیپټک د ځانګړتیاوو لرونکې له کورکمنو څخه د تیارو شوو شېدو لارښوونه کوي، نو که چېرته د کورکمنو په شېدو کې یو څه نور شیان هم ورګډ کړو نه یوازې دا چې خوند یې ډېروي بلکې مثبتې اغېزې یې هم ډېروي او دغه ډول څښاکو ته یې د (مون شاین میکس) نوم ورکړی.

د تیارولو اړین توکي:

  • لس کاچوغې کورکمن

  • دوه کاچوغې میده شوي لونګ

  • څلور کاچوغې د ادرکو پوډر

  • درې کاچوغې د سرو ګلابو پوډر

  • دوه کاچوغې د دار چیني پوډر

  • پنځه کاچوغې ګډ یا ملټي پوډر

  • دوه کاچوغې د مغزي توکو پوډر

  • پنځه کاچوغې میده شوې ګوړه

دا ټول به په ښه ډول سره ګډ کړئ او یو کاچوغه به له وېده کېدو دمخه په شېدو کې واچوئ، ښه به یې ګډ او استعمال کړئ، نو په ښه خوب، دفاعي سیستم په پیاوړتیا او د هضم په مرحله کې به درسره مرسته وکړي.

دا هم ولولئ

د ویټامین ډي کمښت کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

د ښه او صحت مند ژوند لپاره نه یوازې دا چې روغتیا بخښونکي خواړه خورا …