کورپاڼه / روغتيا / د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام نه کوي او پخپلو خوراکي توکو کې یې نه کاروي، خو اوسمهال د یوې څېړنې له مخې یې نورې ګټې هم څرګندې شوي او د امریکا د خوراکي ادارې یې د منظم استعمال غوښتنه کړې.

د یوې راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د زراعت وزارت په دې فکر کوي چې مرخېړي د خپلو ورځنیو خوراکي توکو برخه وګرځوي او علت یې دا ښودلی شوی چې ډېر کوچني غذایې توکي (مایکرو نیږټرینټ) لري، چې په نورو خوراکي توکو کې نه موندل کېږي او د کالورۍ اندازه یې هم د نشت برابره ده، سودیم یې لږ دي او زیانمن غوړ یې هم بېخي په لږه اندازه شتون لري.

سربېره پر دې ډاکتر ویکټر فلګوني او ډاکتر سنجیو اګروال چې پنځه کاله (۲۰۱۵-۲۰۲۰) په مرخېړیو څېړنې وکړې، ټینګار کوي چې څلور اتیا ګرامه مرخېړي کارول د بدن د اړینو توکو اړتیا پوره کوي.

که چېرته پنځه دانې سپین رنګه مرخېړي وخوړل شي نو څلور اتیا ګرامه پوره کېږي اږ له پوتاشیم در واخله تر ویټامین بي پورې ټول اړین توکي پوره کوي او د مسو، سلینیم، رایبو فلیون، نیاسین او نورو توکو کچه یې برابره ده او که چېرته سپین، کریمي او بل ډول مرخېړي په برابره توګه وخوړل شي نو بیاهم د بدن اړتیاوې پوره کوي او د انټي اکسایدو اندازه یې هم ډېره ده. له دې وړاندې مرخېړي د الزایمر یاهم د هېرېدلو او نورو ناروغیو ته ګټور ګڼل شوی و.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …