کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو
محمد نبي

د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له امله وځنډول شو، چې د پاکستان کرکټ بورډ يې د ځنډېدو په اړه اعلان کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان سوپر ليګ کې د کورونا پېښو زياتېدو سره بهرنيو لوبغاړو غوښتل چې دا ليګ پرېږدي او خپلو هېوادونو ته ستانه شي، چې له امله يې د پاکستان کرکټ بورډ د ليګ د ځنډولو پرېکړه وکړه.

په پيل کې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې د لوبغاړي فواد احمد د کورونا ټېسټ مثبت راغى، چې له هغه وروسته يو ځل بيا د ټولو لوبغاړو ټېسټونه ترسره شو او پکې د دوه بهرنيو لوبغاړو او يو کارمند ټېسټونه نور هم مثبت راغلل.

همدا راز تېره ورځ هم د ځينو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، چې اوس ټول ٧ کسان د پاکستان سوپر ليګ پر مهال په کورونا ويروس اخته شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان د پاکستان سوپر ليګ په اړه يوه ځانګړې خبري ناسته نن له غرمې وروسته ترسره کوي، چې په هغې کې به نور معلومات هم ورکړي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ کې يو شمېر افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېدل، چې پرون محمد نبي او قېس احمد ډېره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او دواړه د لوبو غوره لوبغاړي هم شو.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …