کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ولې د ماسپښین پرمهال خوب راځي؟ ساینسپوهانو یې علت څرګند کړو

ولې د ماسپښین پرمهال خوب راځي؟ ساینسپوهانو یې علت څرګند کړو

ساینسپوهانو د شپې د خوب او د سهار پرمهال د متحرکو فعالیتونو سربېره د ماسپښین پرمهال د کمزورۍ او ستړیا په سبب د خوب کولو (قیلولې) سببونه پېژندلي.

ډېری کسان سره له دې چې د شپې یې هم پوره خوب کړی وي او د ټولې ورځې د فعالیتونو سربېره بیاهم په ماسپښین کې آرام کول خوښوي، ساینسپوهان وایي چې قیلوله کول د داسې کسانو په جینونو او سلوکونو کې ځای لري.

د هارورډ پوهنتون په دې څېړنه کې د انګلیستان د پنځه لکو کسانو جینوم ترڅېړنې نېول شوی او ترې موندل شوي چې د ماسپښین د خوب سبب حیاتي وي.

څېړونکو د یادو کسانو جینومونه په ۱۲۳ برخو تجربې کړي او درې داسې میکانیزمونه یې موندلي چې د قیلولې یا د ماسپښین د خوب سبب کېږي.

ساینسپوهانو دوه میکانیزمونه د ناڅاپي خوب د سهار پرمهال د راویښېدلو په نوم سره یاد کړي او په هغه کسانو کې څرګندېږي چې د شپې آرامه خوب نه کوي او دریم یې بیا بیا یو داسې میکانیزیم دی چې له مخې یې معلومېږي چې یو شخص څومره خوب ته اړتیا لري.

بله خوا په استرالیا کې د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې انسان په ورځ کې دوه ځلې خوب ته اړتیا لري، نو د ماسپښین پرمهال کمزوري او سستي یو طبیعي عمل دی.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …