د بالیووډ وتلی او مشهور اداکار جیکي شرف بالیووډ ته ډېر کامیاب فلمونو ورکړي، خو یو فلم یې داسې هم و، چې ناکامېدو وروسته یې د تاوان د پوره کولو لپاره جیکي شرف او میرمنې یې عایشه شرف خپل شخصي توکي وپلورل.
له هندي رسنیو سره په خبرو کې خبرو کې د جیکي شرف زوی ټایګر شرف ویلي دي، چې د بالیووډ د (بوم) فلم له خپرېدو څخه وروسته یې کورنۍ په ستونزو کې راګېره وه او د جوړونې چارې یې مور عایشه شرف په غاړه اخیستې وې.
ټایګر شرف وایي چې دغه فلم له خپرېدو سره سم ناکام شو او مور او پلار یې د تاوان لپاره خپل شخصي توکي هم وپلورل. په یوه انټروۍ کې له ټایګر شرف وپوښتل شول چې هغه ځانګړی کار دې کوم دی چې د سکرین تر شا دې ترسره کړی؟ ټایګر شرف ورته په ځواب کې وایي چې والدینو ته د کور اخیستل یې ځانګړی کار دی، نوموړی زیاتوي چې والدینو یې غوره ماشومتوب ورکړی او کور ورکول دده له لوري ورته یوه وړه غوندې ډالۍ وه.
ټایګر شرف وایي، چې مور یې تل په دې هیله وه چې یو کور ولري، نو ځکه یې ورته دغه هیله ور پوره کړه، نوموړی زیاتوي چې د والدینو خوبونه یې دده خوبونه دي او دا ورته پاملرنه کوي.
یاده دې چې د بوم فلم په ۲۰۰۳ کال خپور شوی و، چې د کترینا کیف لومړنی فلم هم و.