د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى عماد وسيم هم د يوې لور پلار شو، هغه د خپلې لور نوم عنايه عماد ايښى دى.
عماد وسيم په خپل ټويټر اکاونټ کې په يو ټويټر کې ليکلي دي، چې د الله په فضل و کرم سره زما لور پېدا شوې ده. هغه د خپلې لور نوم هم ليکلى دى او وايي چې نوم يې سيده عنايه عماد دى.
Alhumdu’lillah by the grace of Allah SWT we have been blessed with a beautiful bundle of joy.
Welcome to the world baby syeda inaya imad ❤️😘
— Imad Wasim (@simadwasim) March 4, 2021
عماد وسيم چې د پاکستان سوپر ليګ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لوبډلمشر دى، په خپل پېغام کې يې خپلې لورکۍ ته نړۍ ته د راتګ هرکلى هم ويلى دى.
د يادولو وړ ده چې عماد وسيم په ٢٠١٩ کال کې د اګست په مياشت کې د يوې برېتانوۍ الاصلې پاکستانۍ ثانيه اشفاق سره واده کړى دى.
په ټويټر کې د عماد وسيم ډېرى مينه والو هغه ته د لور په زېږېدو مبارکي ورکړې ده. د يادولو وړ ده چې د عماد وسيم مېرمنې ثانيه اشفاق څه وخت مخکې په انسټاګرام کې يو عکس خپور کړى و او د خپل ماشوم د راتلو په اړه يې خلکو ته خبر ورکړى و.