کورپاڼه / خبرونه / ټېسټ لوبه کې د افغانستان ماتې لامل څه دى؟ اصغر افغان، ځوان لوبغاړي او که د وېزو په وخت نه ترلاسه کول؟
اصغر افغان

ټېسټ لوبه کې د افغانستان ماتې لامل څه دى؟ اصغر افغان، ځوان لوبغاړي او که د وېزو په وخت نه ترلاسه کول؟

افغانستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د زمبابوې څخه ستره ماتې وخوړه، چې د پنځه ورځو لوبه يوازې په دوه ورځو کې پاى ته ورسېده او زمبابوې په لومړي ځل د ١٠ ويکټو په ستر توپير يوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

اصغر افغان د لوبې په پاى کې د لوبې د ماتې د علت په اړه وويل، چې هغوى ته د متحده عربي اماراتو لوبې په وخت نه وې ورکړل شوې، نو دوى لوبې ته پوره چمتووالى نه درلود او له دې امله يې لوبه کې ماتې وخوړه.

خو بلخوا په ټولنيزو رسنيو کې بيا ډېرى کسانو په ځوانو لوبغاړو هم نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو اخيستل، به همداسې پايله ورکوي.

د کرکټ شنونکى مشتاق رحيم بيا د اصغر افغان خبره نه مني او وايي، چې د لوبې د ماتې ټول علت د اصغر افغان په غاړه دى، هغه وايي، چې منيجمنټ او اصغر افغان دې لوبې ته هېڅ تيارى نه و کړى او د همدوى د نه پلان له امله افغانستان دومره ژر لوبه وبايلله.

خو هغه کسان چې په نويو لوبغاړو نيوکې کوي، هغوى ته بايد وويل شي، چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يوازې درې نوي ځوانان، عبدالمالک، منير احمد کاکړ او عبدالواسع هغه لوبغاړي و چې په لومړي ځل يې ټېسټ لوبه ترسره کړه.

له دوى پرته نور ټول هغه لوبغاړي و، چې د افغانستان لپاره يې له دې مخکې لوبې ترسره کړې وې، همدا راز اصغر افغان، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځى او نورو د افغانستان لپاره ډېرې لوبې ترسره کړې دي، چې د دوى ذمه واري جوړېده، چې ښه لوبه يې ترسره کړې واى.

همدا راز څه ډول پچ چې جوړ شوى و، په دغه پچ د اصغر افغان د پچې ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه او بيا د لوبغاړو د پوزيشن انتخاب، هغه څه و چې د افغانستان په ماتې کې يې ستره ونډه لرله.

که په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د افغانستان سترې ماتې ته له هر ډول او هرې زاويې څخه وکتل شي، بيا هم ټوله پړه په اصغر افغان راځي او بايد هغه يې ځواب ووايي. ځکه د اصغر افغان په ګډون ډېرى لوبغاړي ډېر مخکې متحده عربي اماراتو ته تللي و او هماغلته و، چې پاتې لوبغاړي بيا وروسته ورغلل.

هغه ځوان لوبغاړي چې په ټېسټ لوبه کې اخيستل شوي دي، د افغانستان د کورنيو سياليو غوره لوبغاړي دي او بايد پرلپسې لوبې ورکړل شي، تر څو خپله وړتيا ښکاره کړي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …