هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې نن سبا مصروف ژوند موږ ته ددې اجازه نه راکوي، چې د نامعلومه منزلونو پر لور سفر وکړو، خو اوسمهال یو داسې طرحه وړاندې شوې، چې یو مسافر به د سفر لپاره په الوتکه کې کیني، خو منزل به ورته نه وي.
دغه طرحه د استرالیا د کانټس هوایي شرکت لخوا پیل شوې، چې سفر کوونکی په دې نه پوهېږي چې الوتکه چېرته ځي، مسافر یوازې ټکټ اخلي او په الوتکه کې کیني.
ویل کېږي چې په ۱۹۹۰ کال دغه طرحه ډېره خوښه شوې وه او د دویم ځل لپاره یې بیا پیلول سیاحت ته پرمختګ ورکول دي.
په داسې حالت یوه ستونزه دا هم وي، چې کله یو ځای ته ځو نو باید د هغه ځای وېزه ولرو، چې ذکر شوي شرکت دا ستونزه هم په نظر کې نېولې او د هیواد په دننه کې سفرونه ترسره کېږي.
دا الوتنې د بوینګ ۷۳۷ الوتکې لخوا له برسبین، میلبورن او له سډنې څخه الوت کوي، چې کرایه به یې ۵۷۷ ډالر او د سوداګرې طبقې یې بیا ۱۲۳۳ ډالره ده.
له الوتنې وروسته به د شرکت له لورې نورې اسانتیاوې هم برابرېږي لکه خوراک، څښاک یاهم په کوم ټاپو ښکته کېدل ترڅو مسافر خپله ورځ ضایع نه کړي او له سفر څخه خوند واخلي.