کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: هغه کسان چې مورزادي ډېر وزن لري، د شکر په ناروغۍ اخته کېدلی شي

څېړنه: هغه کسان چې مورزادي ډېر وزن لري، د شکر په ناروغۍ اخته کېدلی شي

د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې که چېرته یو ماشوم د پیدایښت پرمهال له دوه نیمو کیلو ډېر وي، نو په ځوانۍ کې یې د شکر د دویم ډول ناروغۍ امکانات ډېر وي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د مورزادي وزن د ټیټې کچې د انسولینو په څېر د ودې فکتور یاهم IGF-1 چې د انسولینو په څېر د یو هورمون مخفف دی، په ماشومتوب او ځوانۍ کې د میتابولیزم له انرژۍ سره تړاو لري، د څېړنې له مخې ساینسپوهان وایي چې د ژوند په وروستیو ورځو کې د شکر دویم ډول ناروغي په ماشومتوب او ځوانۍ کې یې هم خطرونه شتون لري.

په دې اړه یې د انسولینو د سطحې، د ماشومتوب د وزن او د شکر د دویم ډول ناروغۍ په امکاناتو څېړنې شوي، چې یو لکو دولس زره او اوه سوه شپږ دیرش ښځې او اته شپته زر درې سوه څلور پنځوس نارینه ور پکې شامل ول.

د څزړنې پرمهال ذکر شوو کسانو د وینې، تشو متیازو او د لیاړو نمونې هم وکړې او د قد او وجود په اړه یې معلومات هم په نظر کې نېول شوي ول، چې بیا درې زره نهه نوی کسانو یې د شکر دویم ډول ناروغي درلوده او هغه کسان چې عمر او IGF-1 یې کم ول، د شکر د خطر فکټورونه یې هم درلودل.

دا هم ولولئ

د ویټامین ډي کمښت کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

د ښه او صحت مند ژوند لپاره نه یوازې دا چې روغتیا بخښونکي خواړه خورا …