کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکارې حمیمه ملک د ټول ژوند لپاره د حجاب کولو دعا غوښتې

پاکستانۍ اداکارې حمیمه ملک د ټول ژوند لپاره د حجاب کولو دعا غوښتې

پاکستانې اداکارې یا هنرمندې د ټول ژوند لپاره د حجاب کولو د دعا غوښتنه کړې، نوموړې د انستاګرام پر سټورۍ یو عکس خپور کړی، چې له اداکارې نور بخاري سره مسکۍ ښکاري.

حمیمه ملک پر عکس باندې د نور بخاري په اړه لیکي چې، په ژوند کې ځینې کسان داسې وي چې له تاسې کومه هیله نه لري خو دوی بیاهم درته ګران وي او نور بخاري له داسې کسانو څخه یوه ده، زه دعا کوم چې الله تعالی دې تل خوشحاله لره.

حمیمه ملک د نور بخاري څخه مننه کوي او وایي، ما چې کوم ټیکری په سر کړی، ماته یې د ډالۍ په توګه د راکولو څخه مننه، الله تعالی دې پر ما رحمت نازل کړي او همت دې راکړي چې ټول عمر حجاب وکړم.

بل لوري ته نور بخاري بیا همدغه تصویر شیر کړی او لیکلي یې دي، کله ناکله چې تاسې له یو چاسره مخ کېږئ نو داسې احساس کوئ، چې موږ تل د یو بل په زړونو کې اوسېږو او حمیمه ملک له داسې اشخاصو څخه یوه ده.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …