کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره یو بله غوره ځانګړتیا رامنځته کړه

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره یو بله غوره ځانګړتیا رامنځته کړه

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره د هر چټ لپاره د ځانګړي وال پیپر (Wallpaper) یاهم د بیګراونډ تصویر د لګولو ځانګړتیا رامنځته کړې.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې ددې ځانګړتیا د پیلولو لپاره یې تېر کال اعلان کړی و، خو اوسمهال دغه ځانګړتیا د ټولو کاروونکو لپاره د استعمال وړ ده او له دې وړاندې وړاندې د وټساپ کاروونکو د چټ لپاره یوازې یو وال پیپر (Wallpaper) یاهم بیګراونډ تصویر استعمالولی شو.

د وټساپ د امنیتي پالیسو د بدلون له اعلان وروسته دغه اداره او کارکوونکې یې د سختو نېوکو لاندې راغلل، چې د وټساپ په لکونو کاروونکو د بدیلو اپلیکیشنو استعمال غوره کړو، چې اوسمهال وټساپ د کاروونکو د خوشحاله ساتو لپاره نوې نوې ځانګړتیاوې رامنځته کوي.

ددې لپاره چې تاسې هم له دې ځانګړتیا څخه ګټه پورته کړئ، لومړی مو وټساپ اپډیټ یا تازه کړئ او بیا د هر چټ لپاره بېل وال پیپر (Wallpaper) یاهم د بیګراونډ تصویر وټاکئ او ګټه ورڅخه واخلئ.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …