کورپاڼه / جالب / نوې (۹۰) کلنې جاپانۍ میرمنې د ویډیویي ګیمونو په کولو د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ

نوې (۹۰) کلنې جاپانۍ میرمنې د ویډیویي ګیمونو په کولو د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ

نن سبا د ټیکنالوژۍ او انټرنیټ په دې دور کې ډېرو کارونو انلاین بڼه غوره کړې او زموږ پر ژوند یې دومره اغېزې ښیندلي، چې یوه دقیقه مو هم پرته له انټرنیټ او ټیکنالوژۍ څخه نه تېرېږي او د هر عمر لرونکی یعنې ماشوم، ځوان او زوړ ورڅخه ګټه اخلي.

دغه راز د ګټې اخیستنې ترڅنګ د ساعت تېرۍ او لوبو لپاره هم له ټیکنالوژۍ او انترنیټ څخه ګټه اخیستل کېږي او ډېر خلک یې لېوني مینوال دي، چې یو ښه مثال یې یوه جاپانۍ میرمن ده چې د عمر نوي (۹۰) کلونو ته په رسېدو سره بیاهم د ویډیویي ګیمونو یا لوبو لېونۍ مینه لري او د نړۍ پخوانۍ ګیمره یا لوبه کوونکې ګڼل کېږي.

هماکو موري چې ۲۵۰۰۰۰ د یوټیوب کاروونکې یې د ګیمرې نیا یا د لوبې کوونکې نیا په نوم سره پېژنې، نوموړې نهه دیرش کاله دمخه په ګیم کولو پیل وکړ او بیا یې دغه شوق له حده واوښت او اوسمهال نوي (۹۰) کلونو ته په رسېدو سره بیاهم ویډیو لوبې یا ګیمونه کوي.

د نړیوالو ریکارډونو د ثبت اداره وایي، چې د موري د خوښې لوبه یا ګیم د Grand Theft Auto ګیم دی او نوموړې د نړۍ پخوانۍ د ګیم کولو یوټیوبره ګڼل شوې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …