کورپاڼه / جالب / په روسیه کې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) کلن کرګ یا یو ښکری موندل شوی

په روسیه کې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) کلن کرګ یا یو ښکری موندل شوی

تر اوسه پورې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېل حیوانات او پاتې شوني یې موندل شوي، خو یو یې هم په بشپړ ډول سره نه دې موندل شوي، خو دا ځل یو داسې ځوان کرګ یاهم یو ښکري موندل شوی چې د بدن ډېر غړي یې لا تر اوسه پورې روغ دي، چې د ویښتانو رنګ، کولمې او عضلې یې د یادونې وړ دي.

ویل کېږي چې دغه کرګ یا یو ښکری د نړۍ د واورین دور دی، چې د روسیې په شمال کې د یاکوټیا په سیمه کې د واورې له ویلي کېدو څخه لاسته راغلی، د یاکوټیا د علومو اکاډومۍ غړی ډاکتر ویلري پلوټنکوف وایي، چې د کرګ یا یو ښکری عمر له درې څخه تر څلورو کلونو پورې دی، چې شاید له خپلې مور څخه بېل شوي یاهم په اوبو کې ډوب شوی وي.

نوموړی وایي چې د کرګ یاهم د یو ښکري د جنسیت په اړه تر اوسه پورې معلومات نه کېږي او په تمه دي چې د راډیو کاربن په مرسته به یې په اړه معلومات ترلاسه کړي او دغه کرګ یاهم یو ښکري له نن څخه ۵۰۰۰۰ کاله دمخه په ځمکه ژوند کاوه.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …