کورپاڼه / بېلا بېل / آیا تاسې هم په دې ډول وېده کېږئ؛ د وېده اندازه مو د روغتیا په اړه څه وایي؟

آیا تاسې هم په دې ډول وېده کېږئ؛ د وېده اندازه مو د روغتیا په اړه څه وایي؟

هر انسان په مختلف ډول سره د وېده کېدو عادت لري، خو آیا تاسې په دې پوهېدئ چې د وېده کېدو اندازه مو پر روغتیا مختلفې اغېزې کوي، نو راځئ چې ځینې یې دلته ولولو.

په اړخ وېده کېدل:

په دې ډول د وېده کېدو سره د وینې دوران ښه وي او د خرېدلو ستونزه هم کمه وي، په دې ډول سره څملاستل د امیندوارو میرمنو لپاره ډېر ګټور کوي او ډاکتران هم ورته ددې ډول ویده کېدو لارښوونه کوي، خو باید یوه یاده وکړم چې تر ډېره پورې په دې ډول د څملاستلو سره په یو اړخ درد هم را پیدا کېږي.

ستوني ستغ وېده کېدل:

په دې ډول سره وېده کېدل د ملا لپاره ګټور وي، له بدن څخه دانې ختمېږي او زهرجن توکي خارجېږي، خو په دې ډول وېده کېدل سر درد هم رامنځه کوي او بله بیا پوستکي ته ګټور وي.

پړمخې وېده کېدل:

که چېرته تاسې د دا ډول څملاستلو عادت لرئ، نو زیانمن هم درته تمامېږي، ځکه چې ډېری وخت کله چې ستړي کور ته راشئ او دا ډول وېده شئ نو په ملا او ورمېږ کې مو درد رامنځته کېږي، که مو خېټه غټه وي نو درد ور پکې پیدا کېږي او په خېټه او سینه دانې هم راخېژوي او د روغتیایې کارپوهانو لخوا د وېده کېدو ترټولو خراب ډول ګڼل شوی.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …