کورپاڼه / اسلام / رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوم بدبخته انسان په اړه ویلي، چې ځمکه به یې قبول نه کړي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوم بدبخته انسان په اړه ویلي، چې ځمکه به یې قبول نه کړي

د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم ګستاخي کوونکي یا ورته بد رد ویوونکي ته به که هغه ژوندي وي او که مړ په دوامداره توګه عذاب ورکول کېږي او لعنتونه به ورباندې نازلېږي.

د امام مسلم، امام احمد او امام بیهقي رحمه الله یو حدیث بیان کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو داسې مرتد په اړه ارشاد وفرمایه، چې ځمکه به یې قبول نه کړي، نو کله چې هغه مړ شو نو په حقیقت کې ځمکې یې له قبلولو انکار وکړو، دغه شخص له مرتد کېدو دمخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاتب و، خو له مرتد کېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بد رد ویوونکو په ډله کې راغی.

په ذکر شوي حدیث کې حضرت انس بن مالک رضي الله عنه یو اوږد روایت بیانوي، چې یو شخص چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاتب و، مرتد شو او له مشرکینو سره یوځای شو او ورته یې وویل، چې زه په تاسو ټولو کې محمد مصطفی ډېر پېژنم، ما به د هغه لپاره چې څه یې غوښتل، لیکل.

کله هغه دغه شخص مړ شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا به ځمکه قبول نه کړي، حضرت انس رضي الله عنه وایي چې ده ته حضرت ابو طلحه رضي الله عنه وویل، چې هغه ځای ته تللی و چېرته چې هغه خښ و، نو و یې لېدل چې جسد یې له قبر څخه بهر پروت دی، پوښتنه وشوه چې دغه جسد ولې داسې دی؟ خلکو وویل چې دوی ځلې خښ کړ خو ځمکې قبول نه کړو.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …