په هسپانیې کې یوې (۶۴) میرمنې چې غبرګوني ماشومان یې زېږولي ول، د نه ساتنې په صورت کې ورڅخه حکومت واخیستل.
د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه (۶۴) کلنه میرمن موریشا ایبانیز نومېږي او په ۲۰۱۷ کال کې یې د آیي وي ایف یعنې په مصنوعي طریقې سره د ماشومانو د راوړلو په ذریعه غبرګوني ماشومان وزېږول، چې بیا له لږې مودې وروسته ورڅخه حکومت واخیستل ځکه چې دغه ښځې یې په سمه توګه پالنه نه شوه کولی، چې بیا موریشا په محکمه کې عارضه شوه.
راپورونه زیاتوي، چې اوسمهال سترې محکمې هم د موریشا په خلاف پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې موریشا د خپلو ماشومانو ساتنه په سم ډول سره نه شي کولی، نو باید دولت یې د ساتنې ذمه واري په غاړه واخلي.
د محکمې له پرېکړې وروسته حکومت له موریشا څخه دواړه اولادونه واخیستل، که څه هم له دې وړاندې د هسپانیې د برګوس د ښار ځایي محکمې د موریشا په ګټه پرېکړه کړې وه خو اوسمهال د سترې بیا پرېکړه وکړه چې موریشا یې ساتنه نه شي کولی.
یاده دې وي په ۲۰۱۴ کال هم موریشا په همدې تور خپله یوه لور له لاسه ورکړه، چې هغه وخت یې عمر یوولس کاله و.