کورپاڼه / روغتيا / آیا دفاعي سیستم خو به مو کمزوری نه وي؟

آیا دفاعي سیستم خو به مو کمزوری نه وي؟

دفاعي سیستم د انسان د روغتیا په ساتلو کې څلرویشت ساعت کارکوي او د هر ډول ناروغیو، میکروبونو او وایروسونه څخه یې په ساتلو کې مهم رول لوبوي، چې بیا د مړینې خطر هم کموي، نو ځکه خو د انساني ژوند د پایښت لپاره اړین ګڼل کېږي او کله چې دغه سیستم کمزوری شي نو په بېلابېلو ناروغیو مو اخته کوي، چې دلته به یې ځینې نښې نښانې ولولو:

ساړه یا یخني کېدل:

څېړنې وایي که چېرته بیا بیا ځلې د نزلې په ناروغۍ اخته کېږي نو له دې څخه معلومېږي چې دفاعي سیستم مو کمزوری دی او ساړه کېدل او اړوند ستونزې تر اوو ورځو پورې پخپله ښه کېږي.

ناڅاپي ناروغۍ:

ناڅاپي ناروغۍ هغه وخت رامنځته کېږي کله چې دفاعي سیستم په سالمو حجرو حمله وکړي.

په ځنډ سره وده کول:

له څېړنو ثابته شوې چې د کمزوري دفاعي سیستم په سبب ماشومان په ځنډ سره وده کوي، نو که چېرته مو احساس کړه چې ماشوم مو په سمه توګه وده نه کوي نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ، ځینې وختونه د ماشومانو وعده خوراکي توکو پورې اړه لري، چې بیا ډاکتر اړوند درمل ورکوي او لارښوونه کوي.

د وینې خرابوالی:

د وینې هغه عامې ناروغۍ چې د کمزوري دفاعي سیستم په ګوته کوي عبارت دي له هیموفیلیا، د وینې کمښت، د وینې درېدنه او لیمفوما، لیوکیمیا او ماییلوما څخه.

پر پوستکي اغېزې:

پوستکی د میکروبونو په وړاندې لومړنی خنډ دی، نو که چېرته د پوستکي سپوروالی لرئ، دانې لرئ یاهم پوستکی مو میکروبي وي نو دفاعي سیستم مو کمزوری دی.

د عضلو سوخت:

د عضلو سوخت د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او د حجرو په اغېزمن کېدو، زهرجنو بکټریاوو او د تودوخې او نورو سببونو سره داسې کېږي نو که چېرته په بدن کې له سوخت سره مخ شوئ نو پوه شئ چې دفاعي سیستم مو کمزوری دی.

زخم زر نه ښه کېدل:

که چېرته مو احساس کړه چې پوستکی یا زخم مو زر نه کېږي، نو دفاعي سیستم مو کمزوری ګڼل کېږي، ځکه چې دفاعي سیستم له میکروبونو سره جنګېږي او خطر یې کموي.

دوامداره ستړیا:

په ورځني ژوند د سخت کار وروسته ستړیا احساس کول عادي خبره ده، خو که چېرته کار نه کوئ او بیاهم ستړیا احساسوئ نو دفاعي سیستم مو کمزوری دی.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …