کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ساینسپوهانو ادعا: د اوونۍ په کومه ورځ د زړه د حملې ډېر امکان وي؟

د ساینسپوهانو ادعا: د اوونۍ په کومه ورځ د زړه د حملې ډېر امکان وي؟

د زړه حمله د مړینې د یو څو لویو سببونو څخه ګڼل کېږي، خو آیا په دې پوهېدئ چې د اوونۍ په کومه ورځ ډېری خلک د زړه له حملې سره مخ کېږي؟ د سویډن ساینسپوهانو د خپلې څېړنې له مخې دې پوښتنې ته ځواب ورکړی دی.

د ټایمز آف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي، چې د سویډن د اوپسلا او اومیا د پوهنتونونو ساینسپوهانو په یو لکو شپږ پنځوس زرو کسانو یوه ګډه څېړنه ترسره کړې، چې د پایلو له مخې یې ویل کېږي، چې د دوشنبې ورځ هغه ورځ ده چې ډېری خلک ور پکې د زړه له حملې سره مخ کېږي.

ساینسپوهانو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د کار کولو فشار ډېر وي، لکه څنګه چې په دې ورځ ذهني فشار او نور عوامل ډېر وي، چې بیا د زړه د حملې سبب کېږي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د دوشنبې له ورځ سربېره د لوبو نړیوالې مسابقې، زلزلې او دې ته ورته سببونه هم د زړه د حملې سبب ګرځي ځکه چې په داسې حالاتو کې د ذهني فشار کچه ډېره وي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …