کورپاڼه / هنر او کلتور / روهن شریستا له شردا کپور سره د واده کولو لپاره له خپل پلار څخه اجازه واخیست

روهن شریستا له شردا کپور سره د واده کولو لپاره له خپل پلار څخه اجازه واخیست

د نیپالي نژاده هندوستاني فوټوګرافر یا عکس اخیستونکې روهن شریستا پلار راکیش شریستا د خپل زوی او د بالیووډ د اداکارې یا هنرمندې شردا کپور د واده لپاره تیار دی.

له دې وړاندې د شردا کپور پلار شکتي کپور هم ویلي ول، که چېرته یې لور له روهن شریستا سره واده کول غواړي، نو نوموړی به کوم اعتراض یا نېوکه ونه لري، شکتي کپور زیاته کړې وه، که چېرته دې دواړو د واده پرېکړه کړې وي نو زه به په خوښۍ سره تیاری ونیسم.

یاده دې وي چې روهن شریستا په تېره اوونۍ کې د بالیووډ د وتلي اداکار شکتي کپور له لور اداکارې شردا کپور سره په مالدیپ کې د یوې کلېزې په مراسمو کې لېدل شوې وه او په یو تصویر کې لېدل کېدل چې دواړه ډېر سره نږدې وي، دغه راز دواړه د شردا کپور د تره د لور په واده کې چې په مالدیپ کې ترسره کېدو هم لېدل شوي ول.

په یوه انټروۍ کې د روهن شریستا له پلار څخه پوښتل شوي ول، چې زوی یې او شردا کپور سره څه اړیکه لري، نو راکیش ورته په ځواب کې ویلي ول چې دواړه د ښوونځي یا کالج د وخت ملګري دي.

سربېره پردې دوی دواړه پخپلی مسلکي ژوند کې ډېر مخکې تللي او که چېرته اوسمهال دوی د واده پرېکړه کوي نو دا پرېکړه به یې په ډېر فکر او باور سره کړي وي.

دا هم ولولئ

دي کپل شرما شو

کپل شرما د يوې خپرونې ٥ ميليونه روپۍ اخلي

د هند د مشهورې ټلويزيوني خپرونې (دي کپل شرما شو) چلوونکى او مشهور کوميډين کپل …