کورپاڼه / خبرونه / نسيم دانش: کرکټ يوې ډلې ته په سهم کې ورکړل شوى، دولت يې د جوړولو په کيسه کې نه دى
نسيم دانش

نسيم دانش: کرکټ يوې ډلې ته په سهم کې ورکړل شوى، دولت يې د جوړولو په کيسه کې نه دى

د افغانستان کرکټ بورډ باندې يو ځل بيا د خلکو نيوکې ډېرې شوې دي او په دې لړ کې د کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، چې کرکټ بورډ يوې ډلې ته په سهم کې ورکړل شوى دى او دولت يې د جوړولو په کيسه کې نه دى.

د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د سترې ماتې وروسته يو ځل بيا په کرکټ بورډ او د لوبډلې په منيجمنټ او اصغر افغان د خلکو نيوکې زياتې شوې دي.

د کرکټ بورډ پخواني عمومي رييس نسيم الله دانش بيا وايي، چې دولت د کرکټ بورډ د جوړولو په کيسه کې نه دى او دا يې يوې ډلې ته په سهم کې ورکړى دى.

هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکي: ((په کرکټ مې له هغه وخته تبصرې پریښودې چې پوه شوم دولت یې د جوړولو کیسه کې نه دی، او یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې ته په سهم کې ورکړل شوی دی. او زموږ او ستاسو زور پرې نه رسي.))

نسيم دانش پوسټ

نوموړى همدا راز په خپل پوسټ کې زياتوي، چې په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو ليکنې او تبصرې هېڅ نه لولي او دا عبث دي. هغه وايي: ((ستاسو لیکنې او تبصرې عبث دي، نه یې څوک لولي او نه یې څوک اوري. دا خبره هغه وخت راته معلومه شوه چې کله مې له ځینو دولتي لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او هغوی راته وویل چې موږ نه غواړو کرکټ کې مداخله وکړو ځکه چې د نوموړي ‌‌‌‌‌‌ډلې سره په ټکر کې راځو.))

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …