ډېر داسې کسان به مو لېدلي یا به مو په اړه اورېدلي وي چې د کوما له حالت څخه وتلي او یاهم د یوې سختې پېښې څخه روغ وتلي وي، خو د هندوستان د کرناټک په ایالت کې د یو اوه ویشت (۲۷) کلن ځوان له مړینې وروسته د معایناتو لپاره روغتون وړل شوی و، چې بیا یې د معایناتو پرمهال جسد په حرکت راغی.
د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې ددې هیواد په کرناټک ایالت کې یو اوه ویشت کلن ځوان چې یوه اوونۍ دمخه د یوې پېښې په سبب زخمی شوی و او د درملنې په موخه یو شخصي روغتون وړل شوي و، چې بیا د ډاکترانو لخوا مړ ګڼل شوی او له روغتون څخه رخصت شوی و.
ویل کېږي کله چې ډاکترانو دغه ځوان مړ اعلان کړ او کورنۍ ته یې د رخصت وویل، هغوی هم د مړي د معایناتو لپاره دولتي روغتون ته لاړ ترڅو مړ معاینه کړي، چې په دې دوران کې یې وجود په حرکت راغی او د دویم ځل لپاره د درملنې لاندې ونېول شو.