د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ تېره ورځ د سريلانکا پر وړاندې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه ټېسټ لوبه کې په يو اور کې شپږ شپږيزې ووهلې او خپله لوبډله يې هم بريالۍ کړه.
کيرون پولارډ په ١ اور کې د ٦ شپږيزو په وهلو سره دريم توپوهونکى شو، چې دا کارنامه يې ترسره کړه، تر هغه مخکې هرشل ګيبز او يوراج سينګ هم په ١ اور کې ٦ شپږيزې وهلې وې.
د کيرون پولارډ له دې کارنامې وروسته د هند مشهور پخواني کرکټر يوراج سينګ د نوموړي په تشويق په ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او هغه ته يې په ١ اور کې د ٦ شپږيزو وهلو کلب کې هرکلى ويلى دى.
Welcome to the club @KieronPollard55 #sixsixes you beauty !!!⭐️ 🌟 ⭐️🌟⭐️🌟
— Yuvraj Singh (@YUVSTRONG12) March 4, 2021
همدا راز د سويلي افريقا پخواني توپوهونکي هرشل ګيبز هم په دې اړه يو ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې د مارچ مياشت د شپږيزو لپاره مشهوره ده.
هغه همدا راز مياشتې هم ليکلي دي، چې په ٢٠٠٧ کال کې د مارچ په ١٦مه نېټه نوموړي ٦ شپږيزې وهلې وې او اوس د مارچ په ٣مه نېټه کيرون پولارډ هم ٦ شپږيزې ووهلې.
March a popular month for hitting 6x6s
16/3/2007 and 3/3/2021 congrats @KieronPollard55 👊— Herschelle Gibbs (@hershybru) March 4, 2021