کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپريدي د پاکستان سوپر ليګ د ځنډولو سره مخالفت ښکاره کړ
شاهد اپريدى

شاهد اپريدي د پاکستان سوپر ليګ د ځنډولو سره مخالفت ښکاره کړ

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو تېره ورځ د ١٤ لوبو ترسره کېدو وروسته وځنډول شو، چې د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې په يو بل مناسب وخت کې به پاتې لوبې ترسره کړي.

دا ليګ د کورونا ويروس د پېښو زياتېدو له امله وځنډول شو، چې شاوخوا ٧ لوبغاړي پکې په کورونا ويروس اخته شو، چې له امله يې دا ګام پورته شو.

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او د ملتان سلطانز الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي بيا د کرکټ بورډ له دې پرېکړې سره مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې د ليګ ځنډول نه و پکار.

شاهد اپريدي د پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د مشکلو حالاتو پرته هم موږ کولاى شو چې دا ليګ بشپړ کړو، دا ليګ موږ يوازې په خپلو لوبغاړو هم پوره کولاى شو.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان سوپر ليګ د جوړولو مقصد هم دا دى، چې ځوان لوبغاړي لوبو ته چمتو شي او دا زموږ لپاره ښه موقع وه. هغه وايي، چې پي ايس ايل نړۍ ته يو ښه کرکټ ورکړى دى.

شاهد اپريدي همدا راز زياتوي، چې زه د پاکستان سوپر ليګ په هر وخت کې ملاتړ کوم او ډېر ژر به دا ليګ بېرته راستون او پاتې سيالۍ به يې هم ترسره شي.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …