کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ په ډیسکټاپ او لیپ ټاپ کې هم د غږېز او ویډیویي اړیکو نېولو آسانتیا رامنځته کړه

وټساپ په ډیسکټاپ او لیپ ټاپ کې هم د غږېز او ویډیویي اړیکو نېولو آسانتیا رامنځته کړه

د فیسبوک د ملکیت لاندې اپلیکیشن وټساپ د ډیسکټاپ لپاره هم د غږېز او ویډیویي زنګ وهلو آسانتیا رامنځته کړه. ویل کېږي چې وټساپ څلور میاشتې دمخه په دسمبر کې پخپل بیټا ویرژن کې کې د غږېز او ویډیویي زنګ وهلو ازمایښت ترسره کړی و، چې اوسمهال به دغه اسانتیا د ټولې نړۍ لپاره رامنځته شي.

په دې ډول به په لیپ ټاپ او ډیسکټاپ کې هم خپلو ملګرو سره په غږېز او ویډیویي ډول خبرې وکړئ او ددې لپاره باید د موبایل اپلیکیشن ولرئ او د ویب ویرژن څخه به یې په ډیسکټاپ کې استعمالوئ، چې دغه آسانتیا به هم د میک او هم د وینډوز دواړو لپاره شتون ولري.

وټساپ وایي، چې دغه چاره یې درې څلور میاشتې دمخه ازمایلې وه او د ټولو نیمګړتیاوو په لېرې کولو یې لا غوره کړی، چې اوسمهال دغه آسانتیا ستاسو لپاره ده او په بشپړ ډول ورڅخه ګټه اخیستلی شئ.

دغه راز په کمپیوټر کې د کار کولو پرمهال په پورتنۍ وینډو کې غږېږ او ویډیویي زنګ وهلی او له خپلو ملګرو سره خبرې کولی شئ.

خو یاده دې وي چې په یو وخت کې یوازې له یو شخص سره غږېږه یا ویډیویي اړیکه نېولی شئ او د وټساپ غوندې ډلییز غږېز او ویډیویي اړیکې تر اوسه پورې په ډیسکتاپ کې نه دي رامنځته شوي، خو امکان شته چې ډېر ژر به دغه آسانتیا هم رامنځته شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …