عادتونه زموږ په ژوند کې د پیاوړو عواملو درجه لري، ځکه چې په نامحسوس ډول سره زموږ په سلوک اغېزې پرېباسي او زموږ عادتونه زموږ د راتلوونکې په اړه هم پرېکړه کوي، یعنې که چېرته غواړو چې یو ښه انسان واوسو نو زموږ بد عادتونه ور پکې خنډ رامنځته کوي، نو که چېرته غواړئ چې بریالي واوسئ، ځینې عادتونه باید ترک کړئ، د مثال په ډول په ځنډ سره پورته کېدل، محنت یا خواري نه کول، په کارونو کې سستي یا لټي کول، ژر پرېکړه نه کول، په یو خبره نه درېدل، نو د بریا لپاره ددې عادتونو پرځای ښه عادتونه خپل کړئ.
که چېرته غواړئ چې بریا ترلاسه کړئ نو تاسې باید دغه عادتونه خپل کړئ ، د بریا لپاره ایمانداري ډېره اړینه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې یو رښتیني او امانت ساتونکی سوداګر به په اخرت کې له انبیاء، رښتینو او شهیدانو سره یوځای وي.
له ایماندارۍ څخه موخه داده چې کله هم له خپلې برخې څخه ډېره حصه مه اخلئ او هیڅکله هغه څه مه قبلوئ چې په محنت مو لاسته نه وي راوړي، د بد دیانتۍ ډېر مثالونه وي لکه کم تول کول، د ښو په بدل کې خراب ورکول، وعده خلافي او نور، بد دیانتي هیڅکله نه پټېږي او بنسټ یې په دروغو ولاړ دی او مسلمان هیڅکله دروغجن نه شي کېدلی او دا نه یوازې دا چې لویه ګناه ده بلکې نور زیانونه هم لري، د یو شخص شخصیت شکمنوي او د دروغو لپاره نورو دروغو ته اړتیا وي او کله چې موږ یو چاته دوکه ورکوو نو ځان راته هوښیار او چالاک ښکاري خو په حقیقت کې ځانته دوکه ورکول دي او کله چې زموږ دروغ ښکاره شي نو هرڅه مو په اوبو لاهو کېږي، نو که چېرته دنیوي او اخروي بریا غواړئ نو ایمانداري غوره کړئ.
شکر ایستنه یو اسلامي صفت دی او موږ باید په هر حال کې شکر وباسو، د الله تعالی د فرمان مفهوم دی څوک چې په یو نعمت شکر وباسي نو الله تعالی به ورته هغه نعمت نور هم زیات کړي. شکر ایستنه په اصل کې د احساس نوم دی او مطلب یې دادی چې الله تعالی څه شی در کړی وي بېرته یې د الله تعالی په لار کې استعمال کړئ، د شکر ایستلو یوه بله غوره طریقه داده چې الله تعالی کوم نعمتونه، رحمتونه او آسانتاوې در وبخښلې له نورو سره یې شریکې کړئ.
صبر کول هم د بریالیو کسانو یو صفت دی، کله چې موږ صبر کوو، نو شیان هم زموږ پر لور په تېزۍ سره راځي، د صبر کولو څخه موخه دا نه وي چې سترګې پټه کړه او محنت او خواري مه کوه، بلکې پلان جوړ کړئ، محنت او خواري وکړئ او پایلو ته په تمه پاتې شئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې الله تعالی له هغه کسانو سره دی څوک چې صبر کوي او صبر کوونکې بریالي دي.
دغه راز د بریا لپاره ځینې نور عادتونه هم شته لکه خطر په غاړه اخیستل، زده کړه کول، له نورو سره ښه سلوک او رویه کول او ټول ناوړه یا بد عادتونه ترک کول د بریا صفتونه ګڼل کېږي.