کورپاڼه / بېلا بېل / د یو شخص د کوټې حالت ته په کتو یې د شخصیت په اړه پوهېدلی شو

د یو شخص د کوټې حالت ته په کتو یې د شخصیت په اړه پوهېدلی شو

موږ ټول بالښت او بالښت ته ورته شیان د آرام کولو لپاره استعمالوو، خو اوسمهال یو ارواپوه یې په اړه حیرانوونکې خبرې کړې دي.

د میل انلاین د لیکنې له مخې لي چیمبرز په نوم یو ارواپوه ویلي، چې بالښت او اړوند شیان د انسان د شخصیت په اړه ډېرې خبرې لري، یعنې پر تخت د بالښت په سم ایښودلو یاهم د ګډوډ پرېښودلو او د پاکوالي او خیرن والي څخه یې د خلکو د شخصیت په اړه ډېر څه معلومېدلی شي.

لي چیمبرز ویلي، هغه کسان چې په کوټه کې یې بالښتونه او اړوند شیان په ترتیب او سم ډول سره ایښي، داسې کسان عمل کوونکي او د ښه کردار یا سلوک څښتن ګڼل کېږي، هغه کسان چې بالښتونه یې په برابر اندازه سره ایښي وي مقابله کوونکي او هغه کسان چې بالښتونه یې په مختلفو اړخونو کې ایښي، د تخلیقي وړتیاوو او ګډوډۍ خوښوونکې ګڼل کېږي.

دغه راز هغه کسان چې بالښتونه یې بې ترتیبه او سم نه وي ایښي، دغه ډول خلک د خپل ځان ډېر خیال ساتي او ډېر پام په ځان کوي او کله چې سهار له خوبه راپورته شي، بالښتونه نه سموي او چېرته چې پراته وي همالته یې پرېږدي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …