کورپاڼه / جالب / په روسیه کې یوې ښځې له پلار څخه طلاق اخیستی، له ناسکه زوی سره یې واده کړی، چې اوس لور زېږېدلې

په روسیه کې یوې ښځې له پلار څخه طلاق اخیستی، له ناسکه زوی سره یې واده کړی، چې اوس لور زېږېدلې

په روسیه کې یوې ښځې له پلار څخه طلاق اخیستی، له ناسکه زوی سره واده کړی، چې اوس لور زېږېدلې، پنځه دیرش کلنې مرینا بالماشیوا او پنځه څلویښت کلن الیګزي شیورین د واده لس کلونه تېر شوي ول، چې مرینا ورڅخه طلاق واخیست او له یوویشت کلن ناسکه زوی ولادي میرکی سره یې تېر کال واده وکړ.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې مرینا د روان کال په جنورۍ کې له دویم خاوند څخه لور وزېږوله چې نوم یې ورته د اولګا ولادي میرو کېښود.

ویل کېږي مرینا په روسیه کې د ښه شهرت لرونکې ده، چې په انستاګرام یې د مینوالو شمېر له پنځو لکو څخه اوړي او ولادي میر له هغه وخت راهیسې پېژني چې د اوو کلونو وه او له هغې وخته یوځای په یو کور کې اوسېږي. ویل کېږي کله چې مرینا له الیګزي څخه طلاق واخیست نو هغه پرې تور پورې کړ چې کم عمر زوی پخپل جال کې راګېر کړی، خو مرینا بیا د خپل پخواني خاوند په اړه وایي، موږ چې څه وکړل، فکر کوم چې د الیګزي خوښ نه شول.

دغه راز د خپلې لور د زېږون په اړه وایي، چې له ولادي میر سره له واده وروسته په ډېرو ستونزو کې راګېر شو او خلکو ډېرې نېوکې پرې وکړې، خو اوسمهال یې لور هغه خوشحالۍ ور وبخښلي چې ټول تکلیفونه به پرې هېر کړي.

یاده دې وي چې الیګزي د مرینا له طلاق وروسته ددې د غېږې پنځه ماشومان ساتي او پالنه یې کوي.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …