کورپاڼه / روغتيا / د مثانې د انتاني کېدو لپاره واکسین جوړ شوي

د مثانې د انتاني کېدو لپاره واکسین جوړ شوي

د تشو متیازو د لارې انتانې کېدل (UTI) په نړۍ کې یوه عامه ستونزه ده، چې دغه سخت تکلیف پر انسان بیا بیا حملې کوي، خو اوسمهال ددې ستونزې د مخنیوي لپاره واکسین رامنځته شوي.

ویل کېږي چې دغه واکسین نیغ په نیغه په مثانه کې لګول کېږي او په داخلېدلو سره هغه میکروبونه له منځه وړي چې د مثانې د انتاني کېدو سبب کېږي، په ځانګړي توګه په ښځو کې دغه تکلیف ډېر زیات وي، چې ډېرې زیاتې پرې اخته کېږي هم.

ویل کېږي دغه واکسین یو د پیتالوژۍ استاد سومن ابراهام جوړ کړي، که څه هم له دې وړاندې هم د مثانې لپاره ورته واکسین جوړ شوي خو دغه واکسین له هغه ټولو اغېزمن دي.

ډاکتر سومن ویلي، چې د امریکا په ګډون په نورو هیوادونو کې د مثانې انتاني کېدل یوه عامه ستونزه ده، چې دغه واکسین مثانې ته په رسېدو ټول میکروبونه وژني او له ددغې ناروغۍ بې شمېره حملې له منځه وړي.

په موږکانو د تجربو له مخې معلومه شوې، چې دغه نوي واکسین مثانه ته دا ور زده کوي ترڅو له میکروبونو سره مقابله وکړي او همدا وجه ده چې واکسین یې نیغ مثانې ته ځي او هغه میکروبونه له منځه وړي چې د انتاني کېدو سبب کېږي.

د ډیوک پوهنتون استادان ټینګار کوي، چې ددې واکسینو ټول توکي د انسانان لپاره دي او بې ضرر دي، چې په موږکانو یې ښه پایلې درلودې او په انسانان به یې هم ازمایښت پیل شي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …