اسټراليا په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ښې توپ اچونې په مټ نيوزيلېنډ ته د ٥٠ منډو په توپير ماتې ورکړه او پرلپسې دويمه لوبه کې يې هم بريا خپله کړه.
د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ څلورمه نړيواله شل اوريزه لوبه په ويلنګټن کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
اسټراليا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې ارون فنچ ٧٩ ناسوځېدلې، مارکس سټوينيس ١٩، ګلين ميکسويل ١٨ او ميتيو ويډ ١٤ منډې وکړې.
د نيوزيلېنډ له خوا ايش سودي ٣، ټرينټ بولټ ٢ او مچل سانتنر ١ ويکټ واخيستې.
د ١٥٧ منډو هدف په تعقيب کې د نيوزيلېنډ ټوله لوبډله په ١٨.٥ اورونو کې وسوځېده او ١٠٦ منډې يې وکړې، چې د پنځوس منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له لوري کيلي جيميسون ٣٠، ټيم سيفرټ ١٩ او ديون کانوى ١٧ منډې ترلاسه کړې.
د اسټراليا له لوري کين ريچارډسن ٣، اشټون اګر، اډم زمپا او ګلين ميکسويل ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ارون فنچ ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې لومړۍ ٢ لوبې نيوزيلېنډ او وروستۍ دوه لوبې اسټراليا وګټلې، چې لوبلړۍ اوس د ٢-٢ سره مساوي ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځمه يا وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د مامرچ په ٧مه نېټه په ويلنګټن کې ترسره شي، چې د لوبلړۍ اتله لوبډله به هم معلومه شي.