کورپاڼه / روغتيا / آیا د عمر ډېرېدل د نارینه وو د پلار کېدو وړتیا اغېزمنوي؟

آیا د عمر ډېرېدل د نارینه وو د پلار کېدو وړتیا اغېزمنوي؟

له کلونو څخه د ښځو په اړه ویل کېږي، چې د ماشومانو د زېږولو لپاره دې د عمر دریمې یا څلورمې لسیزې ته نه په تمه کېږي او نارینه د عمر په هره برخه کې پلار کېدلی شي، خو حقیقت به دومره ساده نه دی بلکې ډېر پېچلی دی ځکه چې له ډېرو شواهدو موندل شوي چې د عمر په تېرېدو سره د نارینه د پلار کېدلو وړتیا هم اغېزمنه کېږي.

د ښځو پر خلاف د نارینه وو د اولاد پیدا کولو وړتیا د عمر په ډېرېدو سره په بشپړه توګه نه اغېزمنېږي، چې د سپرم حجرې او د testosterone په نوم هورمون یې جوړېږي، ځکه خو په اویا او نوي کلونو کې هم نارینه پلار کېږي، خو ددې دا مطلب نه دی چې د عمر په ډېرېدو د پلار کېدلو وړتیا نه اغېزمنېږي.

له یوې څېړنې موندل شوې چې له څلویښت کلنۍ وروسته د پلار کېدو وړتیا د دیرش کلنۍ څخه د ښکته عمر په پرتله دیرش سلنه کمه وي، که څه هم د سپرم جوړېدو عمل به یې روان وي، خو په معیار او فعالیت کې بدلون راځي.

د یوې بلې څېړنې له مخې ویل شوي، چې د سپرم فعالیت له څلور دیرش کلنۍ دمخه بدلون نه مومي، خو له څلویښت کلنۍ وروسته بیا کموالی ور پکې راځي.

دغه راز په ډېر عمر کې پلار کېدل پر ماشومانو ناوړې اغېزمنېږي، د حمل د ضایع کېدو او د غیر عادي ماشوم د زېږون خطر ډېرېږي، له یوې څېړنې ثابته شوې که چېرته د نارینه عمر له پنځه څلویښتو ډېر وي، ماشوم یې مخکې له وخته زېږېږي، وزن یې کم او د ضایع کېدو خطر یې ډېر وي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …