کورپاڼه / د لوبو راپورونه / څلورم ټېسټ: د پانټ د سليزې په مټ هند له انګلستان نه ٨٩ منډې مخکې دى
ريشب پانټ

څلورم ټېسټ: د پانټ د سليزې په مټ هند له انګلستان نه ٨٩ منډې مخکې دى

د هند لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې ريشب پانټ او واشينګټن سندر ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه، چې د دويمې ورځې تر پاى پورې يې له انګلستان څخه ٨٩ منډې مخکېوالى ترلاسه کړ او لا هم ٣ ويکټې په لاس کې لري.

د هند او انګلستان څلورمه ټېسټ لوبه پرون ورځ د هند په احمد اباد کې پيل شوه، چې په لوبه کې پچه انګلستان وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې بين سټوکس ٥٥، ډان لاورينس ٤٦، اولي پاپ ٢٩ او جوني بيريسټو ٢٨ منډې ترلاسه کړې.

د هند له خوا اکشر پټيل ٤، روي چندرن اشوين ٣ او محمد سراج ٢ لوبغاړي وسوځول.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې د دويمې ورځې تر پاى پورې د ٧  لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ريشب پانټ ١٠١، واشينګټن سندر ٦٠ ناسوځېدلې، روهيت شرما ٤٩ او اجينکى ريهانى ٢٧ منډې وکړې.

د انګلستان له خوا جېمس انډرسون ٣، بين سټوکس او جېک ليچ ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د دريمې ورځې لوبه به هم هند پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې دا وروستۍ ټېسټ لوبه ده، تر دې مخکې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان او په دويمه او دريمه ټېسټ لوبه کې هند بريا خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …